د بلدیاتي ټاکنو ځنډول، د پي ټي آیی اسد عمر غبرګون مخې ته راغلې

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي سيکرټري جنرل اسد عمر په کراچۍ او حيدراباد کې د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د اسد عمر ویډیویي بیان د پي ټي آی په سوشل میډیا اکاونټ خپور شوی چې پکې هغه د بلدیاتی انتخاباتو په ځنډولو د اليکشن کمېشن نیوکې کړې دي.
په یوه ویډیويي پیغام کې اسد عمر ویلي چې د انتخاباتو د کمېشن د نوې پرېکړې په اورېدو به خلک حیران شوي وي، د کراچۍ او حیدراباد د ښاروالۍ انتخابات د ووټ اچولو نه درې ورځې وړاندې ځنډول شوي دي او علت یې دا وو چې باران به وي. زه باور لرم، ایا تاسو هم په دې مسخره پریکړه باور نه شئ کولی؟

ده ووئيل چې د ټاكنو كمېسون څنګه په بشپړه توګه جانبدار شوے دے او هيڅ پاكستاني په دې باور نه شي كولې چې د دې ټاكنو كمېسون له لارې شفاف او بې طرفه ټاكنې ترسره شي۔
اسد عمر وويل د پي ډي ایم ګوندونه تښتيدلي دي ځکه چې دجولائي په 17مه دپنجاب په ټاکنو کښې د بریا له امله دوی وتښتیدل او وس دا قوم د اصلي آزادۍ لپاره را اوچت شوې دې.

Leave a reply