د سريلانکا نوي ولسشمر لوړه وکړه

0
163

د سريلانکا نوي ولسشمر رانيل ويکرم سېنګ وروسته له هغې چې د دغه هېواد پارلمان په غوڅ اکثريت سره رايه ورکړه، نن يې رسما‌ً د دغه اقتصاد ځپلي هېواد د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د سريلانکا په اوسني اقتصادي کړکېچ کې نوموړی اړ دی چې خپل قهرجن لاريونوال غلي کړي او د هېواد اقتصاد بېرته ورغوي.

سريلانکا کې په وروستيو مياشتو کې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې خلک واټونو ته راووځي او د حکومتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړي.

همدا پراخ لاريونونه د دې لامل شوه چې د سريلانکا مخکينی ولسمشر راجاپاکسي هېواد پرېږدي او په بل هېواد کې پناه واخلي. پاکسي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د سريلانکا د اقتصادي حالت ښه کولو لپاره يې چې څه وس کې ؤ، هغه يې وکړل.

د مخکيني ولسمشر له تېښتې وروسته، د دغه هېواد پارلمان، د سريلانکا برحاله لومړی وزير رانيل ويکرم سېنګ د همدې پړاو تر پايته رسېدو پورې د سريلانکا د نوي ولسمشر په توګه وګوماره.

Leave a reply