سپریم کورټ د یوې مهمې قضې اوریدنه ځنډولې ده
باغي ټي وي رپورټ
سپريم کورټ د پنجاب د وزيراعلې د انتخاب په معامله د مسلم ليګ (ق) د مشر چوهدري پرويز الهي په درخواست باندې د عدالت د توهين د ثبوتونو په را غوښتلو سره اوريدنه تر نامعلومې مودې پورې وځنډوله.
سپريم کورټ کښې د جسټس اعجازالاحسن او جسټس منيب اختر په مشرۍ کښې دوه کسيزه بنچ د وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله خلاف د توهين عدالت کيس سماعت اوکړو۔
د پرويز الهي وکيل فيصل چوهدري د رانا ثناءالله د پريس کانفرنس او ټي وي ټاک شو کې د مرکې نقل لوستلو په مهال عدالت ته وويل چې رانا ثناءالله ويلي دي چې پينځه کسان به دلته او هلته منتقل شي.
جسټس اعجازالاحسن پوښتنه وکړه چې دعدالت دتوهين خبره چرته شوې ده مونږ په مفروضو دعدالت دتوهين کار نۀ شو کولى.
فيصل چوهدري وويل د مسلم ليګ نون اسمبلۍ راحيله د عطا تارڑ په ذريعه وکيلانو ته د پيسې ورکولو غږ کړی ؤ، جسټس منيب اختر وويل په کوم بيان کې کومه نېټه نه ده درج شوې چې کله فون کړی شوی دی، په درې واړو حلفنامو کې يو شان ژبه کارول شوې ده.