پاکستان کښې یو شمیر داروګان په مارکیټ کښې شتون نه لري
باغی ټي وي رپورټ
په هېواد کې د ځان وژنې ضد درملو په ګډون ۶۰ اړین درمل ورک شوي دي.
د پاکستان نفسیاتي ټولنې د درملو په کمښت اندیښنه ښودلې او د فارما شرکتونو په شمول د درملو تنظیم کونکو چارواکو ته یې هم لیکلي دي.
د پاکستان د دوا جوړونکو اتحادیې په وینا، ۶۰ مهم درمل د تولید د لګښت د زیاتوالي له امله نه شته.
د پي پي ايم اے چيئرمېن قاضي منصور وئيلي دي چې د ډالر د قيمت زياتوالي له وجې خام مواد ګران شوي دي ولې کمپنۍ دغه دواګانې نه جوړوي۔
بل خوا ډرپ هم په ځايي بازار کې د ۸ درملو کمښت مني او وايي، چې د سپلایی ستونزو او د کنټرول شویو درملو د کوټې د نه شتون له امله په مارکیټ کښې د ځینو درملو کمښت رامنځته شوی دی.