د اوکراين لومړۍ مېرمن له امريکا څخه د وسلو غوښتنه وکړه

د اوکراين لومړۍ مېرمن اولينا زېلېنسکي چې امريکا متحده ايالتونو ته په رسمي سفر تللې ده، تېره ورځ (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) د امريکا په کانګرس کې د وينا پرمهال يې د اوکراين لپاره د وسلو او مهماتو غوښتنه وکړه.

آغلې زېلېنسکي داسې مهال امريکا ته سفر کوي چې لا هم په اوکراين کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د اوکراين لومړۍ مېرمن د امريکا کانګرس کې د وينا پرمهال د دغه هېواد له چارواکو وغوښتل چې کيف سره پوځي مرستې وکړي، ترڅو جګړه پايته ورسېږي.

اولينا زېلېنسکي وويل: دا ځکه، چې غواړو ټول پلرونه او ميندې وشي کولای خپلو اولادونو ته ووايي چې له سولې او ارامښت سره ويده شي او دا دې لپاره چې بله ورځ هوايي بريد نه وي. آيا دا لويه غوښتنه ده؟

اولينا په خپلو خبرو کې د روسي ځواکونو له لوري د اوکرايني ماشومانو د وژنې او ټپي کېدو کيسې د امريکا د کانګرس غړو ته واورولې او په مستقيمه توګه يې وويل چې زه د وسلو د ترلاسه کولو غوښتونکې يم.

د اوکراين لومړۍ مېرمن زياته کړه، زه ځکه د دغو وسلو غوښتنه کوم، ترڅو د خپلو ګډو ارزښتونو يعنې بشري حيات لپاره مبارزه وکړو.

اولينا امريکا ته په خپلو سفر کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن او د امريکا لومړۍ مېرمن په شمول يو شمېر نورو چارواکو سره ليدلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载