قطر او افغانستان پر پانګونه خبرې کړې دي

قطر او افغانستان پر پانګونه خبرې کړې دي
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر په اړیکو کې او همداراز د پانګونې، کانونو، د برېښنا تولید، اتصال او ګڼو نورو پراختیایي پروژو خبرې شوې دي.
(2022 / 7 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د قطر له نوي ټاکل شوي مرستیال سفیر سعید العیده سره په لیدنه کې په افغانستان کې پر پراختیایي پروژو خبرې اترې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر په اړیکو کې او همداراز د پانګونې، کانونو، د برېښنا تولید، اتصال او ګڼو نورو پراختیایي پروژو خبرې شوې دي.
قطر هغه هېواد دی چې له ډېرې مودې راهیسي د ا.ا د سیاسي دفتر کوبتوب کوي او واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته یې له افغانستان سره اړیکې خورا ډېرې نږدې شوې دي او چارواکو یې په وار وار له افغانستان سره د ګډ کار مرستو او همکاریو ټټر ډبولی دی.






