عراق: ترکیه پر کردستان د خونړي بريد مسؤله ده

0
239

د ترکيې او عراق ترمنځ ديپلوماتيکي اړيکې وروسته له هغې ترينګلې شوې، کله چې ترکي ځواکونو د عراق په شمال کې د کردستان دهوک سيمه په نښه کړه.

دهوک يوه سياحتي سيمه ده چې له بېلابېلو ځايونو ورته سيلانيان ورځي، ترکيې تېره ورځ دغه سيمه په نښه کړه او د هوايي بريدونو په پایله کې يې ۹ ملکي وګړي ووژل او څو تنه ټپيان شول.

ترکيه وايي دغه سيمه يې ځکه په نښه کړې چې هلته ته د کردستان د کارګرو ګوند غړو تګ راتګ کوه.

د رسنيو د راپورونو له مخې، وژل شوي کسان ټول سيلانيان دي او د عراق له مرکزي او سويلي سيمو څخه دهوک سيمې ته د سياحت لپاره تللي ؤ.

عراقي چارواکو د ترکيې دغه بريد په کلکو ټکو غندلی او دا يې د ايران په کورنيو چارو کې مداخله ګڼلې ده.

Leave a reply