روس پلان لري چې د اوکراین نورې برخې ونیسي

0
177

باغي ټي وي رپورټ
امریکا ادعا کړې، چې روسیې د کریمیا په څېر د اوکراین د نورو برخو د نیولو پلان چمتو کړی دی.

د بريتانيا د خپرونو د راپور له مخې، د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند جان کربي د استخباراتو د ادارې راپور ته په اشارې سره وويل، روسيې د اوکراين د زياتو برخو د الحاق لپاره خپل کورنی کار بشپړ کړی دی.

جان کربي وویل چې د روسیې لخوا د اوکراین د اشغال شوې خاورې سره د یوځای کیدو لپاره به د روان کال په ستمبر میاشت کې ټولپوښتنه ترسره شي.
د یادولو ده چې روسیې هم په ۲۰۱۴ کال کې له ټولپوښتنې وروسته کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

د امریکا د ملي امنیت شورا یوه ویاند وویل: “موږ غواړو دا روښانه کړو چې هیڅوک هم احمق نه دي، د روسیې ولسمشر غواړي چې د ۲۰۱۴ کال کړنلاره ته ورګرځي.”

جان کربي تور ولګاوه چې روسیې په کییف کې داسې چارواکي ګمارلي چې د اوکراین د نورو برخو د الحاق پلانونه پلي کړي.
هغه زیاته کړه: “مونږ د روسیې پلان افشا کوو ترڅو نړۍ پوه شي چې د اوکراین د لا زیاتې برخې د نیولو لپاره د مسکو غیرقانوني پلان مخکې له مخکې جوړ شوی دی.”

هغه زیاته کړه چې مونږ ژمنه کوو چې که داسې وشي، د امریکا او متحدینو له خوا به سمدستي ځواب ورکړل شي.

Leave a reply