فواد چوهدري د خپل ګوند په ایم پی اې تور لګولې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري د خپل ګوند د پنجاب اسمبلۍ غړی مسعود مجید په ۴۰ کروړه روپیو اخستلو او بهر ته د تلو تور لګولی دی.
لاهور کې دخبرو په مهال فواد چوهدري وويل ضمني انتخاباتو کې دمسلم ليگ(ن) اؤ دهغوي د١٢ متحدينو ماتې ښکاره شوې ده.
ده ووئيل د پنجاب د اولس فيصله ده چې د لاهور تخت د تحريك انصاف حق دے٬ كور كمېټې پروېز الهي د پنجاب د وزيراعلي په توګه نومولې دې۔
فواد چوهدري وئيلي دي چې په پنجاب کې دانتخاباتو اغيزمن کولو لپاره شيطاني لوبه پيل شوې ده، دکورنيو چارو وزير وايي چې ٥،٦ غړي دې همدلته وي، دپنډۍ په څوکۍ د بيا شمېرنې امر شوى دى.
ده تور ولګاوه چې زمونږ ايم پي اے مسعود مجيد د رحيم يار خان نه څلويښت کروړه روپۍ اخستي او ترکيې ته رسولي دي۔
د پي ټي ائي مشر وويل عطا تارړ زمونږ د ايم پي اے سره رابطه کړې ده، اټکل کوي چې ايم پي اے ته 35.35 کروړه روپۍ ورکول کيږي، که چرې دغه غړي په دغه ډول اخستل کيدل نو په پاکستان کې به راتلونکې د جمهوريت نه وي.