سپریم کورټ فنډ قضیه، ۹ ملیارده روپۍ راجمع شوې، ۱۳ ملیارده روپۍ په اعلانانو خرڅ شوي

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د پارليمان د پبلک اکاؤنټس کميټۍ غونډه کښې غړو د سپريم کورټ ډيم فنډ مسله راپورته کړې ده.

د پي اے سي غړو د سپريم کورټ د ډيم فنډ په اړه د پلټنو غوښتنه کړې او په دې لړ کښې غړي برګيس طاهر وئيلي دي چې د ډيم لپاره چنده جمع کولو سره د قوم سره ټوکه شوې ده، په نړۍ کښې هيڅ داسې ملک نشته چې په چندو سره ډيمونه جوړ کړي.
ده ووئيل د ډيم فنډ لپاره 9 اربه روپۍ جمع كړې شوې٬ 13 اربه په اعلاناتو لګولې شوې۔

پي اے سي د سپريم کورټ د ډيم فنډ د پلټنو وظيفه آډيټر جنرل ته سپارلې او حکم ئي ورکړے چې سپريم کورټ د ډيم فنډ په اړه تحقيقات او رپورټ جمع کړي۔

د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان وئيلي دي چې د ډيم فنډ پبليكشن باندې څومره لګښتونه شوي دي پلټنې دې وشي۔ څومره کورنۍ د ډیم فنډ سره بهر ته تللي؟

د پي اے سي چيئرمېن د سپريم كورټ د ډيم فنډ په معامله د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار راغوښتلو اشاره وكړه او ويې ويل چې كه د ډيم فنډ په تحقيقاتو كښې مالي بے ضابطګۍ څرګندې شوې نو پخوانې چيف جسټس به هم را غواړو.

Leave a reply