اوکراين ته د لاوروف خبرداری: اوسنيو شرايطو کې د سولې د خبرو دوام کومه معنی نه لري
د روسيې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په اوسنيو شرايطو کې له اوکراين سره د سولې د خبرو دوام کومه معنی نه لري.
لاوروف زياته کړې، د مذاکراتو لومړي پړاو دا وښوده چې کيف د هېڅ مسئلې په اړه د خبرو لېوالتيا نه لري.
د نوموړي په وينا، له اوکراين سره مذاکرات په اپرېل مياشت کې بنبست ته ورسېدل.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې مسکو به يوازې د اوکراين په ختيځو څنډو کې خپلو بريدونو باندې تمرکز ونه کړي، بلکې له دغه هېواد سره د لويديځو هېوادونو پوځي مرستو د روسيې په محاسباتو کې بدلون راوستی دی.
د يادونې وړ ده چې په اوکراين کې د روسيې جګړه لا هم مخ په توېدو ده.