فواد چوهدري د خپلې شخصي ګټې چوهدري دې: بلال اظهر کیاني

باغی ټي وي رپورټ
بلال اظهر کیاني فواد چوهدري ته د “مفاد چوهدري” ویلو سره د هغه اصلي مخ راڅرګند کړې دې.
د اقتصاد او انرژۍ لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر بلال اظهر کياني د تحريک انصاف ګوند مشر فواد چوهدري ته د مفادو یعني د خپل ځان لپاره ګټه کولو چوهدري نامه په اخستلو سره د هغه اصلیت او حقیقت دنیا او پاکستاني وګړو ته راڅرګند کړې دې.
بلال اظهر کیاني رسنیو سره په خبرو کې وویل، له بده مرغه فواد چوهدري زما د ضلعې سره تعلق لري، زما د ضلعې خلک تعلیم یافته او امن خوښ دي، خو له بده مرغه زمونږ په خلقو د فواد چوهدري په شان خلق په مونږ مسلط کیږي.
هغه اوویل چې د فواد چوهدري ټول ژوند د فساد ډک دې، وکیل ووینئ، که د وکیلانو د ټولنې غونډې ته لاړ شئ، د فواد شهرت او خدمتونه یې عام دي،
هغه وایی چې د کله د فواد چوهدري تره د لاهور هایی کورټ چیف جسټس وي نو چوهدري وکالت نامې خرڅې کړې او چې که ویاند جوړ شو نو هم دغه دنده ی خرڅه کړه.
نوموړي اوویل چې د کوم ځای څخه چې ورته پیسې په لاس راتللې نو د هغه کرښه به ی ویل پیل کړل، که د مشرف واک وو او که د چار نو هغه خپله دنده خرڅه کړې ده. فواد چوهدري هم د مشرف په دوره کې سياست پيل کړ، بيا پيپلز ګوند ته راغی او د عمران خان پر ضد يې خبرې وکړې.
نوموړي اوویل چې زمونږ ګوند پاتې دې چې نه دی راغلی، هغه زیاته کړه چې چوهدري هڅه کړې چې زمونږ ګوند ته راشي خو زموږ ګوند ونه منله،هغه زیاته کړه چې فواد چې کله وزير شو نو وزارت ی خرڅ کړو.
هغه اوویل چې فواد چوهدري پي ټي وي څنګه نیلام کړو، د اې سپورټ سره څه معامله وشوه، هغه د خپلو ګټو لپاره څنګه لوبه وکړه او چا ته یې ګټه ورسوله، هغه اوویل چې فواد چوهدري صرف له خپل ځان لپاره ګټه کوي.
د دوی لپاره یې څنګه لوبه وکړه.
هغه اوویل چې تبدیلي په ګونډ کښې د فساد په ضد چغې وهي خو د فواد چوهدري حقیقت او اصلیت څه بل شان دې.
بلال اظهر کیاني زیاته کړه که په حلقه کښې ی کارکردګي ته وګورو نو هیڅ پرمختګ نشته ، سینئیر وزیر پاتې شوې دې په حکومت کښې خو هغه هیڅ هم نه دي کړي او وس هم داسې سیمې شته چې لا هم اوبه پکښې نشته او اولس ستونزه سره مخ دې.
نوموړی اوویل چې عمران خان په هېواد کې ګډوډي او کرکه خپرول غواړي، هغه زیاته کړه چې د فواد چوهدري په څېر خلق چې سیاسي ژوند یې د شخصي ګټو لپاره دې پرله پسې دروغ ویلو لپاره ی ویاند ټاکلي وو، هغه زیاته کړه چې د فواد چوهدري په شان ویاند ژوند د خپلو ګټو څخه ډک او دده ژوند څخه ګیر چاپیر تاویږي.
نوموړي اوویل چې اوسني حکومت د اقتصاد د ښه کولو لپاره په ځانګړي توګه بیړني ګامونه اخستلو سره هیواد له دیوالیه کیدو څخه ژغورلی دې، هغه زیاته کړه چې د اګست تر میاشتې به حالات ښه شي او ګراني به کمه شي.
هغه اوویل چې حکومت به خپل د واک نیټه پوره کوي او اقتصاد به د ۲۰۱۸م کال په شان بیرته را وګرځوي.





