له آیی ایم ایف سره د هوکړې پرته زمونږ روپۍ قوي نه شوه، دا ددې حکومت ناکامي ده: شوکت ترین

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې پخواني وزير او د پاکستان تحريک انصاف مشر سينيټر شوکت ترين د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ته په خپل پېغام کښې وئيلي دي چې د ګرانۍ طوفان به په بې رحمۍ سره راشي او تاسو وايئ چې معيشت ښه دی.

په کراچۍ کې د پي ټي ائي مشرانو سره دخبرو په مهال شوکت ترين وويل ائي ايم ايف تاسو باندې فشار راوړلو نو بيا مو په ٤٥٠ اربه روپو ټيکسونه ولګول.
هغه زياته کړه، مفتاح اسماعيل د دوستو هېوادونو د وړانديز په اړه وويل، اوسني حکومت له دوستو هېوادونو څخه د ډالرو د اخيستلو ادعا کړې، هغه وويل چې له اى اېم اېف سره يوه معامله شوې وه، له IMF سره تر هوکړې وروسته به روپۍ پیاوړې شي خو تراوسه هیڅ توپیر رانغلو او اقتصادي ګډوډی شتون لري.
د مالیې پخوانی وزیر وايي، دوی هر څوک غولولی شي خو بازار نه، دا ټول اقتصادي وضعیت یوازې د سیاسي بې ثباتۍ له امله دی.

هغه زیاته کړه چې د انفلاسیون طوفان به په بې رحمۍ سره راځي او مفتاح اسماعیل وايي چې اقتصاد ښه دی، روپۍ کمیږي، د انفلاسیون لامل دا دی چې بازار په هغه باور نه کوي.

شوکت ترين وويل د هېواد د اقتصادي حالت د ښه کېدو يوازنۍ حل لاره پاکې او رڼې ټاکنې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载