د سريلانکا کړکېچ؛ رانيل سېنګ د سريلانکا نوي ولسشمر په توګه وټاکل شو

0
67

د سريلانکا پارلمان د رايو په اکثريت سره لومړی وزير رانيل ويکرم سېنګ د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکه.

کله چې سريلانکا کې اقتصادي کړکېچ خپل اوج ته ورسېد، حکومتي چارواکي په دې کې پاتې راغلل چې د دې هېواد اقتصادي توازن برابر کړي.

یاد وضعيت خلک اندېښمن کړل او بلاخره يې واټونو ته د راوتلو پرېکړه وکړه او د حکومتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه.

د فشارونو په دوام د ياد هېواد ولسمشر راجا پاکسي دې ته اړ شو چې سريلانکا پرېږدي او په بل هېواد کې پناه واخلي. پاکسي لومړی مالديو او بيا له هغه ځايه د سعودي عربستان يوې الوتکه کې يې سنګاپور ته پناه يوړه.

د پاکسي له تېښتې وروسته د سريلانکا لومړی وزير رانيل ويکرم سېنګ د هېواد چارسبمالی ولسمشر شو او ژمنه يې وکړه چې د خپل هېواد اقتصادي کړکېچ په کابو کولو کې به خپله پوره هڅه وکړي.

سېنګ نن تازه په تازه د دغه هېواد پارلمان لخوا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

 

Leave a reply