حکومت خو ی درې میاشتې پوره شوې، نواز شریف بیا ولې نه راځي؟ د شیخ رشید پوښتنه

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد احمد په سپريم کورټ کښې په بهر کښې مېشتو پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکولو لپاره درخواست کړے جمع دے۔
دشيخ رشيد لخوا جمع کړل شوي درخواست کې وئيل شوي دي چې ټوله نړۍ کې ٩ ميليونه بهر ميشته پاکستانيان دي، سپريم کورټ دې حکومت ته امر وکړي چې په بهر کې ميشتو پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکولو لپاره دې گامونه پورته کړي او په سيکشن ٩٤ کې د ترميم اعلان دې وکړي. د ټاکنو قانون د اساسي قانون خلاف دی
د سپريم کورټ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې شيخ رشيد اوويل چې د موجوده حکومت درې مياشتې کيږي ولې نواز شريف نه راځي۔
شیخ رشید ویلي هیواد د سري لنکا د حالاتو په لور روان دی، ټولټاکنې باید د نومبر تر میاشتې وشي.






