یوناما ویلي چې ۲۵میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

0
118

یوناما ویلي چې ۲۵میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي سرپرست مارکس پوټزل د یاد کلني راپور په اړه جوړې غونډې ته وویل چې نړیوال بندیزونه باید د افغانانو پر ژوند منفي اغېز ونه کړي.

 

(2022 / 7 / 20   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما نن کابل کې د بشري‌حقونو وضعیت په اړه د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال ویلي چې دغه هېواد کې ۲۵ میلیونه کسان اړینو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي سرپرست مارکس پوټزل د یاد کلني راپور په اړه جوړې غونډې ته وویل چې نړیوال بندیزونه باید د افغانانو پر ژوند منفي اغېز ونه کړي.

پوټزل همداراز زیاته کړې چې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت سره یې افغانستان کې د بشري‌ او ښځو حقونو په اړه خپلې اندېښنې او مشورې شریکې کړې دي.

Leave a reply