یوناما تېرو لسو کلونو کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېره پۀ ډاګه کړه

یوناما تېرو لسو کلونو کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېره پۀ ډاګه کړه
همداراز افغانستان کې د بشريحقونو وضعیت په اړه د یوناما کلني راپور کې راغلي چې په تېرو لسو میاشتو کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري د ټولبښنې سربېره بیا هم دغه موده کې د ۱۶۰ خپلسریو وژنو او ۱۷۸ خپلسریو ناقانوني نیونو پېښې ثبت شوي دي.
(2022 / 7 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا (یوناما) په خپل کلني راپور کې ویلي چې دغه هېواد کې د ۲۰ کلنۍ جګړې وروسته لا هم د ترهګریز بریدونه او د جګړو له امله پاتې ناچادېدونکي توکي د خلکو ژوند اخلي.
یوناما په خپل کلني راپور کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې موده کې جوړ شوی، همداراز ویل شوي چې په یاده موده کې ۲۱۰۶ ملکیانو ته د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په بریدونو او نورو ترهګریزو بریدونو پرمهال مرګژوبله اوښتې ده.