نواز شریف غواړي چې مونږ په واک کښې باتې شو

باغی ټي وي رپورټ
مسلم ليګ (ن) مشر محسن شاه نواز رانجها وئيلي دي چې نوازشريف غواړي چې مونږ په حکومت کښې پاتې شو تر څو ګراني کمه کړو او خلکو ته ارزانه پټرول ورکړل شي.

د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کې کوربه حامد مير د مسلم ليګ (ن) له مشر محسن رانجها پوښتنه کړې چې که نن ډالر ۲۲۴ رسیدلې دې نو د نواز شريف سره ددې د حل لاره څه ده؟
د حامد مير د پوښتنې په ځواب کې محسن شاه نواز رانجها وويل چې د دې ټول صورتحال په اړه لا هم مشورې روانې دي او نواز شريف فکر کوي چې که د پاکستان اقتصادي وضع ښه شي نو د دې حکومت مخ په وړاندې تلل مناسب دي او که د هیواد اقتصادي حالت ښه نه شي او وضعه خرابه شي، اقتصادي بې ثباتي رامنځ ته نه شي نو په دې برخه کې هم د مشورو لړۍ روانه ده.

د نواز شريف د دريځ په بيانولو سره هغه وويل د نواز شريف په وينا په حکومت کې د پاتې کېدو مقصد خلکو ته ریلیف ورکول دي، هغه غواړي چې مونږ په حکومت کې پاتې شو چې په ملک کښې ګراني کمه کړو او خلکو ته ارزانه پټرول ورکړل شي.

محسن شاه نواز رانجها وویل زمونږ اصلي سیالي د عمران خان سره نه وه بلکې د ګرانۍ سره وه، د ګرانۍ زیاتیدل او د نرخونو لوړیدو زمونږ اهمیت کم کړې دې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载