د پنجاب او په ملکي سیاست کښې څه روان دي، پخواني اولس مشر چا سره مهمه لیدنه کړې ده؟

0
98

باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب اسمبلۍ کې د تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) په ګډون د اپوزیشن اتحاد د جولای په ۲۲ مه د وزیر اعلی په ټاکنو کې د خپل کاندید چوهدري پروېز الهي د بریا لپاره دیو پلان پرېکړه کړې ده.

بل لوري ته دسرچينو ترمخه پخواني صدر اصف زرداري پرويز الاهي ته دحکومتي کانديد جوړولو وړانديز کړى دى.بلخوا وزيراعظم شهباز شريف چوهدري شجاعت سره ټيليفوني اړيکه نيولې او په سياسي صورتحال يې خبرې کړي دي.
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د اسمبلۍ په غونډه کې د اپوزیشن د ځینو غړو د ګډون نه د مخنیوي په خاطر د تحریک انصاف غړي د غونډې نه وړاندې په خوندي ځایونو کې د یو ځای ساتلو پروګرام جوړ کړی دی چې د ممکنه نیول کیدو او حکومتي حرکاتو څخه د ژغورنې لپاره د اپوزشن غړي د حکومت له لاسرسي څخه لرې پاتې شي.
تېره ورځ اصف زرداري د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت کور ته ورغلى و او د شهباز شريف په کور کې يې د حکومت د ايتلافي ګوندونو د غونډې د پرېکړو په اړه په اعتماد کې غوښتنه کړې وه.

په دې موقع اصف زرداري اوویل چې حکومت یوازې ستاسو په مرسته پرمخ تللی شي او د پارټۍ غړو ته یې هدایت وکړو چې هغه ته ووټ ورکړي، چوهدري شجاعت حسین په دې اړه خاموش پاتې شو.

د یادونې ده چې پرون پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د مسلم ليګ (ق) له مشر چوهدري شجاعت سره د حکومتي متحدينو تر يوې مهمې غونډې وروسته په خپل کور کې ليدلي دي.د متحدینو په غونډه کې له مهمو پرېکړو وروسته اصف علي زرداري د چوهدري شجاعت کور ته رسېدلی دی.

د دواړو مشرانو ترمينځه ليدنه کښې د پنجاب په سياسي صورتحال خبرې اترې شوي دي۔د اصف زرداري او چوهدري شجاعت تر منځ په بنده خونه کې ملاقات تر یو ساعت زیات دوام وکړ.اصف علي زرداري د بیرته راستنیدو پر مهال د بریا نښه جوړه کړه.
ياده دې وي چې د پنجاب په ضمني انتخاباتو کې له ماتې وروسته نن په لاهور کې د حکومت د متحدينو يوه مهمه غونډه شوې وه چې پکې د اسمبلۍ د مودې پوره کولو متفقه پرېکړه وشوه.

Leave a reply