د پنجاب وزیراعلی څوکۍ لپاره د ۵۰ کروړه روپو وړاندیزونه شوي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني صوبايي وزیر مراد راس ادعا کړې ده چې زموږ د پارلمان غړو ته د پنجاب د وزیر اعلی د څوکۍ لپاره د ۵۰ کروړه روپو وړاندیز شوی دی.
ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي مشر مراد راس وئيلي دي چې يو ځل بيا پيسې کارول کیږي او زمونږ د پارليمان غړو ته د 30 نه تر 50 کروړه روپو وړانديزونه شوي دي۔
د پي ټي آئي مشر ميا اسلم اقبال وئيلي دي چي د انتخاباتو لپاره زمونږ شميره مکمله ده ولي بيا هم د څارو منډیی لګیدلې ده او دا خلق د خلقو ضمیرونه په پیسو اخلي.
د پي ټي آئي غړې ډاکټر ياسمين راشد وئيلي دي چې مونږ جګړه نه غواړو، مونږ 15 څوکۍ ګټلي دي، خلکو ويلي دي چې کوم ګوند غواړي، دا خلک د جمهوريت دښمنان دي.
ډاکټر ياسمين رشيد وويل رانا ثناء الله دې د ګواښونو ورکولو پریږدي، هغې اوویل چې ماډل ټاون قتل عام ی هم وکړ، هغې زیاته کړه که د لوټمارۍ سياست صحيح واى نو خلکو به تاته رايې درکړې وې.
ده ووئيل چې آواز خلق دې د خدائي غږ وګڼل شي، كه د وزيراعلي په ټاكنو كښې ی د ضمير خيانت وكړو نو پي ټي آئي به په آرام ناسته و نه کړي. بل خوا د مسلم ليګ (ق) مشر مونس الهي وايي، د مسلم ليګ (ن) او د هغې د متحدينو د پارليماني پارټۍ په غونډه کې يواځې ١٤٤ د صوبایی غړي موجود وو.






