ایران پر اوکراین د روسیې برید ستائلی دی
ددې کنفرانس تر پیل مخکې ایراني مشرانو پر اوکراین د روسیې برید وستایه او پوتین ته یې وویل، چې ناټو د نړۍ لپاره یو خطرناک بنسټ دی او که پوتین پر وخت اقدام نه وای کړی نو ناټو به دا جګړه پيل کړې وه.
(2022 / 7 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران، ترکیې او روسیې په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
دوی د آستانه په کنفرانس کې پر درې اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي چې په دې کفنرانس کې د ایران ولسمشر، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ګډون کړی و.
د دې کنفرانس تر پیل مخکې ایراني مشرانو پر اوکراین د روسیې برید وستایه او پوتین ته یې وویل، چې ناټو د نړۍ لپاره یو خطرناک بنسټ دی او که پوتین پر وخت اقدام نه وای کړی نو ناټو به دا جګړه پيل کړې وه.
دوی همدا راز پر خپلو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. ایراني او روسي لوري په خپلو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.










Leave a Reply