چین او پاکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

0
184

چین او پاکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

چیني لوري ویلي چې افغانستان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او د امریکا د غیر قانوني اقدام له امله چې د افغانانو شمتني یې کنګل کړې دغه هېواد له سخت وضعیت سره مخ دی.

 

(2022 / 7 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین او پاکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو ل مخې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوې شیاویونګ له خپل پاکستاني سیال صادق خان سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روان وضعیت او بشردوستانه مرستو په اړه خبرې شوې دي.

چیني لوري ویلي چې افغانستان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او د امریکا د غیر قانوني اقدام له امله چې د افغانانو شمتني یې کنګل کړې دغه هېواد له سخت وضعیت سره مخ دی.

نوموړي همدا راز یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی چې د افغانانو شتمني ازاده کړي او په دې توګه دې د میلیونونه کسانو عذاب ته د پای ټکی کېږدي.

دواړو لورو همدا راز په افغانستان کې پر اقتصادي، امنیتي، بیا رغونه او همدا راز د چین-پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د افغانستان پر ګډولو خبرې کړې دي.

Leave a reply