مالیې وزارت: هغه راپورونه بې بنسټه دي چې د ښځینه کارکوونکو پر ځای دې نارینه رامعرفي کړل شي

مالیې وزارت: هغه راپورونه بې بنسټه دي چې د ښځینه کارکوونکو پر ځای دې نارینه رامعرفي کړل شي
خو د مالیې وزارت هغه خبرونه اوګنګوسې چې په رسنیو کې د مالیې وزارت اړونده د ښځینه کارکوونکو په اړه خپرې شوې دی، چې ګواکې دې وزارت خپلې ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړی او پر ځای یې د هغوی د کورنۍ نارینه غړي راغوښت ، ردوي.
(2022 / 7 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
مالیې وزارت هغه خبرونه رد کړل چې ګوندې ښځینه کارکوونکې له د ندو ګوښه او پر ځای یې د هغوی د کورنۍ نارینه غړي ګوماري
تر دې مخکې د بریتانیا یوې ورځپاڼې (ګارډین) راپور ورکړی و چې ا.ا د مالیې وزارت له خپلو ټولو ښځینه کارکوونکو غوښتي چې کار ته دې نه ورځي او په خپل ځای دې د کورنۍ نارینه غړی معرفي کړي.
خو د مالیې وزارت هغه خبرونه اوګنګوسې چې په رسنیو کې د مالیې وزارت اړونده د ښځینه کارکوونکو په اړه خپرې شوې دی، چې ګواکې دې وزارت خپلې ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړی او پر ځای یې د هغوی د کورنۍ نارینه غړي راغوښت ، ردوي.
د دغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مالیې وزارت اړوند یوازې د عوایدو عمومي ریاست د کاري فشار را کمولو او د چارو د چټکتیا په موخه خپلو ښځینه کارکوونکو ته اختیار ورکړی، چې کولی شي د کورنۍ کوم نارینه غړی د خپل ځای ناستي په صفت یاد ریاست ته ورمعرفي کړي، ترڅو د دغه ریاست په ورځنیو چارو کې خنډ واقع نه شي.





