ايرانی فلم جوړوونکی جعفر پناهي په ۶ کاله بند محکوم شو

0
217

د ايران وتلی او نوموتی فلم جوړوونکی او سينماګر د ايران قضايي ادارې لخوا په ۶ کاله بند محکوم شو.

پناهي تېره اونۍ د ايراني پوليسو له لوري په تهران کې ونيول شو.

نوموړی هغه وخت ونيول شو چې د خپلوو دوو ملګرو محمد رسولوف او مصطفی الاحمد ليدنې لپاره ايوين زندان ته تللی ؤ.

د پناهي مېرمن ادعا کوي چې خاوند يې د پوليسو له لوري داسې نيول شوی چې ګواکې اختطاف کوه يې.

د پناهي دواړه ملګري چې هغوی هم فلم جوړوونکي دي، ګډوډۍ ته د هڅونې او د ټولنې رواني امنیت خرابولو په تور څه موده مخکې د ايراني پوليسو لخوا ونيول شول او زنداني شول.

د سينما ملاتړې ادارې او فعالين د پناهيي نيول په کلکه غندلي او دغه چاره يې په ايران کې د هنرمندانو پر وړاندې زور زياتی ګڼلی دی.

Leave a reply