د اوکراين لومړۍ مېرمن په رسمي سفر امریکا ته تللې

د اوکراين هېواد لومړۍ مېرمن اولينا زېلېنسکي امريکا متحده ايالتونو ته په رسمي سفر تللې ده.

د راپورونو له مخې نوموړې به د دغه سفر په ترڅ کې د امريکا کانګرس ته وينا وکړي او یو شمېر امريکايي لوړپوړو چارواکو سره به ليدنې هم ولري.

مېرمن اولينا تېره ورځ (دوشنبه، د چنګاښ ۲۷مه) د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن سره هم ليدنه کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ تمه ده د اوکراين لومړۍ مېرمن به د امريکا له لومړۍ مېرمن سره په سپينه ماڼۍ کې هم وګوري.

امريکا ته د اوکراين د لومړۍ مېرمن سفر داسې مهال کېږي چې د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړه لا هم هغسې توده ده او انګېرل کېږي چې دغه دواړه هېوادونه به د جګړې نوي پړاو ته دننه شي.

تازه په تازه روسي چارواکو ويلي چې دوی په اوکراين کې خپله اصلي جګړه لا نه ده پيل کړې.

څو ورځې وړاندې اوکرايني چارواکو ويلي ؤ، دوی ته امريکا داسې توغندي ورکړي چې کولی شي کریميا پرې په نښه کړي، خو روسيې يې په غبرګون کې وويل که په کريميا سيمې بريد وکړئ، په اوکراين کې به اور بل کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载