د اوبو او انرژۍ وزارت کابل ښار کې د اوبو د کمښت په اړه خبرداری ورکړ

د افغانستان ا.ا د اوبو او برښنا وزارت وايي چې کابل ښار د اوبو د کمښت کړکېچ سره مخ کېدونکی دی. دغه وزارت په دې اړه خبرداری ورکړی او زياته کړې يې ده چې د روان کال په ترڅ کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه تر درې نيم مترو پورې کښته تللې ده.
په ورته وخت کې د پلازمېنې کابل يو شمېر اوسېدونکي هم د اوبو له کمښته شکايت لري او وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د اوبو له جدي کمښت سره مخامخ دي.
د کابل د خيرخانې سيمې څخه يو شمېر راپورونه وايي چې په ياده سيمه کې د خلکو د څښاک څاه ګانې وچې شوي او دوی اړ دي چې د څښاک اوبه وپېري.
وچکالي او د اوبو نشتون هغه جدي مسئله ده چې د يوويشتمې پېړۍ نسل ته يو جدي ګواښ برېښي.
کارپوهان وايي، د جمعيت ډېروالی، په بې رحمۍ سره د ځمکې د اوبو ډېر مصرف، اقليمي بدلون او دغې برخې ته د حکومتونو او خلکو نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې د اوبو د کمښت کړکېچ يې رامنځته کړی دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي، که د اوبو کمښت موضوع ته جدي پاملرنه ونه شي او په دې اړه کوټلي ګامونه وانخيستل شي، نو لرې نه ده چې خلک به د څښاک د اوبو له جدي او پراخ کړکېچ سره مخامخ شي.






