اروپايي ټولنه پر روسیې لا ډېر بندیزونه لګوي 

0
207

اروپايي ټولنه پر روسیې لا ډېر بندیزونه لګوي 

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران دا ځل له روسیې د سرو زرو پر وارداتو بندیز لګوي او په وینا یې دا تر انرژۍ وروسته د روسیې دویم ستر صادروونکی محصول دی.

 

(2022 / 7 / 19   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اروپايي ټولنه پر روسیې لا ډېر بندیزونه لګوي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به نن د روسیې په اړه بله غونډه کوي او په هغه کې به پر دغه هېواد تازه بندیزونه لګوي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران دا ځل له روسیې د سرو زرو پر وارداتو بندیز لګوي او په وینا یې دا تر انرژۍ وروسته د روسیې دویم ستر صادروونکی محصول دی.

اروپايي ټولنه وایي دوی هڅه کوي له اروپايي هېوادونو روسیې ته هېڅ ګټه و نه رسېږي او له دغه هېواد د میلیاردونو ډالرو واردات صفر ته راښکته کړي.

Leave a reply