پاکستان کښې د لویو صنعتونو تولید زیات شوې دې

0
171

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان شماریاتو ادارې د لویو صنایعو د تولید په اړه معلومات خپاره کړي چې له مخې یې د ۲۰۲۱-۲۲ کال د جولای څخه تر می میاشتې پورې د سترو صنایعو تولید ۱۱.۷ سلنه زیات شوی دی.

د شماریاتو د ادارې د راپور له مخې، د لویو صنایعو تولید د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې په کلني ډول ۲۱.۴ سلنه زیات شوی، په داسې حال کې چې د لویو صنایعو تولید د می په میاشت کې د اپریل په پرتله ۱.۳ سلنه کم شوی دی.

د شماریاتو ادارې ویلي چې د رختونو سکټور تولید د جولای څخه تر می پورې 4.1 سلنه ډیر شوی، پداسې حال کې چې د خوراکي توکو تولید 9.8 سلنه ډیر شوی.
د دې تر څنګ د تېر کال له جولای څخه تر مې میاشتې پورې د تنباکو د سکټور تولید ۱۲،۹ سلنه زیات شوی، په داسې حال کې چې د تېر کال په ۱۱ میاشتو کې د لرګیو تولیدات ۱۲۵ سلنه زیات شوي دي.

د احصایې د ادارې د راپور له مخې، د فرنیچر سکتور تولید د جولای څخه تر می پورې 233.1 سلنه زیات شوی، په داسې حال کې چې د ربړ محصولاتو تولید په ورته موده کې 17.3 سلنه کم شوی.

Leave a reply