فاریاب کې د جنایي پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی

فاریاب کې د جنایي پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی
په ورته مهال د فاریاب د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان ژمنه کوي چې د خلکو د امنیت خوندیتوب او ارامۍ لپاره خپلې هڅې کوي او دغه ولایت کې به د جنايي جرمونو د پېښو مخنیوی کوي.
(2022 / 7 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان وايي چې د ا.ا د سرپرست حکومت د لومړنیو ورځو په پرتله په وروستیو میاشتو کې دغه ولایت کې جنايي پېښې د پام وړ راکمې شوې دي.
سلام وطندار د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیر محمداسماعیل لۀ قوله لیکلي دي چې د ا.ا د سرپرست حکومت په لومړیو کې بېبندوباري زیاته وه او جنايي پېښې زیاتې وې چې په دې وروستیو کې یې ګراف راټيټ شوی دی.
دوی زیاته کړې چې ، د فرقاني په وینا، د دوی شمېرې ښيي چې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت په لومړیو میاشتو کې د جنايي پېښو ګراف له ۸۰سلنې ۲۵سلنې ته راښکته شوی دی.
د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیر زیاته کړه چې دې برخه کې د خلکو همکاري اغېزمنه وه او د دې لامل شوه چې دغه ولایت کې د جنايي جرمونو پېښې راکمې کړي.
په ورته مهال د فاریاب د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان ژمنه کوي چې د خلکو د امنیت خوندیتوب او ارامۍ لپاره خپلې هڅې کوي او دغه ولایت کې به د جنايي جرمونو د پېښو مخنیوی کوي.






