سريلانکا کې د اقتصادي کړکېچ دوام؛ د خوراکي توکو بيې ۸۰ سلنه لوړې شوي

وروسته له هغې چې سريلانکا کې اقتصادي کړکېچ خپل اوج ته ورسېد، حکومتي چارواکي په دې کې پاتې راغلل چې د دې هېواد اقتصادي توازن برابر کړي.

په دغه هېواد کې د یاد وضعيت خلک اندېښمن کړل او بلاخره يې واټونو ته د راوتلو پرېکړه وکړه، دوی په خپلو لارينونو کې د حکومتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنې ترڅنګ د دغه هېواد غورځېدلي اقتصاد ته د جدې پاملرنې غوښتونکي شوه.

د دغو فشارونو په دوام د ياد هېواد ولسمشر راجا پاکسي دې ته اړ شو چې خپل سريلانکا پرېږدي او په بل هېواد کې پناه واخلي. پاکسي لومړی مالديو او بيا له هغه ځايه د سعودي عربستان يوې الوتکه کې يې سنګاپور ته پناه يوړه.

پاکسي له څو ورځو خاموشۍ وروسته رسنيو ته راڅرګند شو او وې ويل د سريلانکا د اقتصاد د جوړېدو لپاره یې چې څه په وس کې ؤ، هغه يې وکړل.

په ورته وخت کې د سريلانکا لومړی وزير د هېواد چارسبمالی ولسمشر شو او ژمنه يې وکړه چې د خپل هېواد اقتصادي کړکېچ په کابو کولو کې به خپله پوره هڅه وکړي.

خو اوس د څو ورځو په تېرېدو سره ليدل کېږي چې په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ لا هم هغسې په شدت سره مخ په بره روان دی.

له سريلانکا څخه ځايي رسنۍ وايي چې په دې هېواد کې د خوراکي توکو بيې د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه لوړې شوې دي.

ځينو رسنيو د اقتصادي کارپوهانو له قوله ليکلي چې دغه موضوع خواشينووونکې ده او داسې انګېرل کېږي چې د سیمې نور هېوادونه به هم له ورته برخليک سره مخامخ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版