د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن تهران ته سفر کوي

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په يو رسمي سفر نن د ايران پلازمېنې تهران ته ځي.

تهران ته د اردوغان دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم ايران ته په رسمي سفر تللی دی.

تمه ده د ايران، ترکيې او روسيې مشران په درې اړخيزه ناسته کې ګډون وکړي او د يو شمېر مهمو او بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ولري.

د راپورونو له مخې، د سوريې موضوع، د ايران د اټومي وسلو پروګرام، افغانستان او يو شمېر نور مسائل به د دغې درې اړخيز ناستې د خبرو اصلي محور وي.

تهران ته د روسيې او ترکيې هېوادونو مشرانو دغه سفر داسې وخت کېږي چې تېره اونۍ د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن هم آسیايي هېوادونو ته په سفر کې له اسرائيل او سعودي عربستان څخه ليدنې وکړې.

بايدن په دغو هېوادونو کې يو شمېر هوکړه ليکونه هم د دې هېوادونو له مشرانو سره لاسليک کړل.

د امريکا ولسمشر په اسرائيل کې له خپل سیال سره هغه هوکړه ليک هم لاسليک کړ چې له مخې به يې دواړه هېوادونه په ګډه د ايران د اټومي وسلو د پروګرام مخه نيسي.

د ايران د اټومي وسلو پروګرام اوس د سيمې او نړۍ په کچه يو ځل بيا جنجالي شوی دی او وخت نا وخت د ايران، امريکا او اسرائيل مشران په دې اړه خپل غبرګونونه ښکاره کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载