د پکتيکا او خوست پرونۍ زلزلې له امله څه باندې لس تنه ټپيان شوي

0
103

تېره ورځ مازديګر (دوشنبه، د چنګاښ ۲۷مه) د ريکټر په کچه ۵.۱ درجې زلزلې د افغانستان سوېل ختيځ ولايتونه ولړزول.

په لومړيو ساعتونو کې د کره ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه ؤ، خو ساعتونه وروسته د پکتيکا او خوست دولتي چارواکو دا ومنله چې څه باندې لس تنه په دې زلزله کې ټپيان شوي دي.

دغه زلزله کې په خوست، پکتيکا او پکتيا ولايتونو کې يو شمېر کورونه هم نړېدلي دي.

راپورونه وي چې د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د زلزلې جټکې بيخي زورورې وې.

دا د افغانستان په سوېل ختيځ زون کې دويمه نسبتاً زوروره زلزله ده چې ځاني او مالي زيانونه اړوي.

په ټولنيزو رسنیو کې د پرونۍ زلزلې پرمهال ثبت شوې ويډيوګانې ښيي چې خلک د زلزلې له ځايه خوندي ځايونو ته د تېښتې په هڅه کې دي.

يوه مياشت وړاندې هم په پکتيکا او خوست کې زلزلې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي ؤ.

Leave a reply