خلقو د عمران خان غږ ته ځواب ورکړو: پرویز الهي

0
107

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر پرويزالاهي وئيلي دي چې د 17م جولائي انتخاباتو نتيجې د عمران خان د بيان فتح ده، غړو د خپل ژوند پروا نه ده کړې او په انتخاباتو کښې خپل کردار ادا کړے دے۔

پرويز الاهي وويل چا چې غيرقانوني عملونه کړي دي قانون به دهغوي په ضد خپله لاره جوړوي.
چوهدري پروېز الهي وويل چې هغه به مونس ته کريډټ ورکوي چې هغه زه ونیولم او وی ویل چې حرکت مه کوه.

بلخوا د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پروېز الهي په مشرۍ کې د پنجاب اسمبلۍ غونډه کې د پي ټي ايي او ق ليګ غړو د بيوروکرېسي پرضد نعرې وهلي دي.

غړو د حمزه شهباز د دورې په انتقامي او غیرقانوني اقداماتو د چیف سیکرټري او آئي جي خلاف د کاروائي غوښتنه وکړه.

دپنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي ضمني ټولټاکنو کې په کاميابۍ دالله تعالی شکر ادا کوي، دا دسياست په تاريخ کې دذوالفقارعلي بهټو څخه وروستو دعمران خان تر ټولو ستره سرپرائي او دهغه دبيان بريا ده.
لاهور کښې د مسلم ليګ (ق) او پي ټي آئي پارليماني پارټيز ګډې غونډې ته خطاب کښې پرويز الاهي وئيلي دي حکومت په انتخاباتو کښې پوليس په آزاده توګه استعمال کړي ولي د پي ټي آئي غړو د خپل ژوند د پروا نه بغير په انتخاباتو کښې خپل کردار ادا کړے دے۔

هغه وويل خلقو دعمران خان غږ ته ځواب ورکړ اؤ دپي ټي ائي په حق کې يې فيصله وکړه اؤ بيعت بدلوونکى يې رد کړل

Leave a reply