د پنجاپ په ضمني ټاکنو کښې ماتې، نوازشریف په لندن کښې د غونډې مشري کړې

0
94

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب په ضمني انتخاباتو کې د ماتې په علتونو غور کولو لپاره د مسلم ليګ (ن) د مشر ميا محمد نواز شريف په مشرۍ کې لندن کې يوه غونډه هم شوې ده.

دسرچينو له مخې نوازشريف په ضمني انتخاباتو کې دماتې په اړه دپارټۍ مشرانو سره مشورې کړي دي. په غونډه كښې اسحاق ډار، محسن نواز رانجھا، انوشه رحمان او سعود مجيد ګډون وكړو۔

د مسلم ليګ نون مشرانو هم د پاکستان له نواز شريف سره تماس نيولی دی. دسرچينو له مخې په ضمني انتخاباتو کې دناکامۍ اصلي علت افراطيت او سختې پريکړې وې.
دسرچينو له مخې په ضمني انتخاباتو کې دپارټۍ مشران د پام څخه غورځول هم ددغه ماتې علت ګرځول شوى دى.

ياده دې وي چې تيره ورځ د پنجاب اسمبلۍ په 20 څوکيو ضمني انتخابات شوي وو چې پکښې تحريک انصاف 15، مسلم ليګ نون 4 او آزاد اميدوار يوه څوکۍ ګټلې وه۔

د پنجاب اسمبلۍ دغه شل څوکۍ د تحریک انصاف د منحرف شویو غړو له وجې خالي شوې وې.

Leave a reply