د پنجاب وزیراعلی به پرویزالهي وي

0
116

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف کور کميټي د مسلم ليګ (ق) پنجاب صدر او د پنجاب اسمبلۍ سپيکر پرويز زلهي د پنجاب صوبې وزيراعلي نومولو فيصله منظور کړې ده۔

د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د کور کميټې غونډه د چيئرمېن عمران خان په مشرۍ شوې چې پکښې يو شمير مهمې فيصلې شوې دي۔

د بيان له مخې په غونډه كښې د پنجاب په ضمني ټاكنو كښې د تاريخي كاميابۍ او ورستو په اېكشن پلان او د راتلونكې تنظيمي او سياسي تګلارې په اړه هم خبرې وشوې۔
تحریک انصاف وايي کور کمېټۍ د پنجاب د اعلی وزیر په توګه د پروېز زلهي د نومولو پرېکړه تصویب کړه.

په غونډه كښې په سندهـ كښې بلدياتي او ضمني ټاكنو ته د توجه كولو فيصله وشوه او د سندھ ټاكنو په اړه د مهمو سټراټيجيكي نقطو منظوري هم وركړې شوه۔

په غونډه كښې په ټول هېواد كښې د غړيتوب په ګړندي كولو هم اتفاق وشو۔

د بیان له مخې عمران خان د سختو فشارونو باوجود د کامیابه ټاکنیزې مبارزې له امله د چارواکو او کارکنانو ستاینه وکړه او د رایې ورکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو مننه یې وکړه.
عمران خان ویلي هغه کسان چې د پاکستان نظریاتي اساس کمزوری کوي هیواد یې کمزوری کوي، ټول قوتونه په انتخاباتو کې سره متحد دي خو خبره له دودیزو سیاستونو پورته ده.

هغه وويل، د ولس د ځواک د کمولو تېروتنه بايد هېڅکله ونه شي، زموږ د اقتصادي ستونزو حل د ملت په بيا ژوندي کولو کې پټ دی.

ده ووئيل په بهر كښې موجود پاكستانيان اصل اثاثه دي٬ هغه د يو فلاحي رياست په لور د پاكستان د پرمختګ په اړه د سټنفورډ يونيورسټې رپورټ په ليدلو خوشحاله شو۔

Leave a reply