د ټاکنو کمیشن مشر دې استعفی ورکړي، مونږ په هغه باور نه لرو: عمران خان

0
78

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وايي تر څو چې سياسي بحران ختم نه شي اقتصاد به ښه نه شي، يواځينۍ لار پاکې او شفافې ټاکنې دي، چيف اليکشن کمشنر دې سمدستي استعفی وکړي، مونږ پرې باور نه لرو.

اولس ته په وینا کښې عمران خان اوويل چې زمونږ د حکومت لپاره مصنوعي سياسي بحران جوړ کړے شو، کله چې ملک په سم لوري روان وو نو زمونږ خلاف سازش جوړ شو، زمونږ په حکومت کښې هر څه مثبت روان وو، اوس خلک پوه شوي دي. له خوبه راویښ شوي، د بل چا غلامي ته تیار نه یو، دا لویه خبره ده کله چې په ملت کې شعور راشي او نظریه درک شي.
د تحريک انصاف مشر وويل تر څو چې سياسي بحران ختم نه شي اقتصاد به ښه نه شي، يواځينۍ لار پاکې او رڼې ټاکنې دي، مونږ د ټاکنو د ماتې لپاره ټول حرکات په کار اچولي دي، پاکې او رڼې ټاکنې نه شي کيدای. د ټاکنو کمېشنر دې سمدستي استعفا وکړي، موږ پرې باور نه لرو.

هغه وويل، زموږ د حکومت په تېرو دوو کلونو کې ټول شاخصونه لوړ شوي، په پراخه کچه توليدات زيات شوي چې روزګار زيات شوی، په کليو کې د موټرسايکلونو ريکارډ خرڅلاو، زموږ په وخت کې تر ټولو زيات ډالر راغلي، په دوو کلونو کې د صادراتو ريکارډ زيات شوی، صادرات زموږ د واک پر مهال د هیواد صادرات 75٪ ډیر شوي وو.
هغه وويل چې نړيواله ګراني له تېر کال ګرمۍ څخه پيل شوى وه، کله چې به مو ويل چې نړۍ کښې هم ګراني ده نو دوى اوږده لاريونونه وکړل، ما او شوکت ترين هڅه وکړه او دوی ته مو وضاحت ورکړو، مونږ څرګنده کړه چې که چرې حکومت ړنګ شي نو اقتصاد به نه اداره کېږي.

عمران خان وويل مونږ ته پته وه چې دغه خلک ولې اقتدار کې راتلل غواړي، دغلته چې راغلى نو دغو خلکو د ١١٠٠ اربه روپو مقدمې ختمې کړې، زه د هغوي د ١١٠٠ اربه روپو د مقدمو ختمولو په ضد سپريم کورټ ته ځم.

Leave a reply