د لومړي ځل لپاره ذبیح الله مجاهد د رسنیو پر مخ راڅرګند شو

د لومړي ځل لپاره ذبیح الله مجاهد د رسنیو پر مخ راڅرګند شو
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې لۀ کلونو را پۀ دې خوا یې د طالبانو رسنیز کارونه پر مخ وړل نن د لومړي ځل لپاره د رسنیو پر مخ پۀ انځوریزه بڼه را څرګند شو.
(2021 د اګست 17 نېټه باغي ټي وي)
نن ماښام د کابل پر وخت شپږ نیمې بجې د طالبانو مطبوعاتي مسؤل او ویاند ذبیح الله مجاهد د لومړي ځل لپاره د رسنیر پر مخ را څرګند شو.
ښاغلی مجاهد چې تقریباً لۀ شلو کې را پدېخوا یې د طالبانو د ویاندويۍ چارې پر مخ وړلې، تر اوسه پۀ انځوریزه بڼه چا نۀ ؤ لیدلی نن ماښام د لومړي ځل لپاره کابل کې د مطبوعاتي کنفراس پۀ وړاندې کولو سره د رسنیو پر مخ راڅرګند شو.
یاده دې وي چې د طالبانو پخوانی مشر ملامحمد عمر مجاهد هم پۀ هېڅ ویډیویي او انځوریزه بڼه د رسنیو پرمخ نۀ ؤ راښکاره شوی.





