په بلخ کې د خټکيو او د هندواڼو حاصلات ډېر شوي

د بلخ د کرنې رياست وايي سږکال په دغه ولايت کې د خټکيو او هندواڼو حاصلات ډېر شوي دي.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د دوی معلومات ښيي چې د تېرو کلونو په پرتله په دې ولايت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ډېر شوي.
په ورته وخت کې د بلخ کروندګر او بزګران له دې چارې خوښ برېښي او غوښتنه کوي چې دولت دې د سړو خونو په جوړولو او د دوی د حاصلاتو لپاره د مناسب بازار به موندلو کې هڅې ګړندۍ کړي.
له غنمو وروسته په بلخ کې د خټکي او هندواڼې ډېرې کرل کېږي او د دغه ولايت خاوره د دغو مېو لپاره مناسبه ده.
د هېواد د شمالي سيمو او په ځانګړي ډول د کندز، بغلان او بلخ خټکي د هېواد او حتی د نړۍ په بازارنو کې خورا ښه نوم لري.






