پنجاب ضمني ټاکنو کښې د پی ټي آیی بریا، پي پي پي ګوند یو مشر مهم بیان جاري کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر او سېنېټر مصطفی نواز کهوکهر وايي، ضمني انتخاباتو دا څرګنده کړه چې اېتلافي حکومت د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړی دی.
په یوه بیان کې سناتور مصطفی نواز کھوکھر ویلي، چې له لومړۍ ورځې یې په دې نظر دی، چې د حکومت جوړولو پر ځای دې زر تر زره انتخابات وشي.
هغه وويل، د حکومت چې پنځه کاله واک لري، سختې پرېکړې بايد وکړي، دا ممکنه نه ده چې ګراني له اسمانه سره خبرې وکړي او خلک دې مونږ ته د ګلونو ګيډۍ ورکړي.
د پیپلز ګوند دغه سناتور زیاته کړه، چې سیاسي ګوندونه لا هم په ۹۰مه لسیزه کې په ذهني توګه بند پاتې دي، ضمني ټاکنو څرګنده کړه، چې ایتلافي حکومت د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړی، د پرونیو پایلو وروسته به سیاسي ثبات نور هم کم شي. حکومت کول به ستونزمن شي، هیواد او اقتصاد ثبات ته اړتیا لري چې یوازې د عمومي ټاکنو له لارې ممکن دی.
مصطفی نواز کھوکھر وویل چې په نفوس کې د ځوانانو تناسب او د فساد مخنیوی د معاصر سیاست ضروري برخه ده،هغه زیاته کړه چې د اسټیبلشمنټ ضد داستان هم د نن ورځې سیاست ضروري برخه ده.