د برېتانيا هوا پېژندنې ادارې دغه هېواد کې د شديدې تودوخې په اړه خبرداری ورکړ

د برېتانيا هوا پېژندنې ادارې په دغه هېواد کې د لومړي ځل لپاره د شدیدې تودوخې په اړه خبرداری ورکړ.
دغې ادارې ويلي په راتلونکو دوو ورځو کې به د برېتانيا ځينو سيمو کې د تودوخې درجه ۴۱ ته ورسېږي، نو ځکه يې بېړنۍ ملي حالت هم اعلان کړی دی.

دغې ادارې ويلي چې تر سبا يعنې سه شنبې پورې به د تودوخې دغه درجه تر سکاټلنډه هم ورسېږي.

په ورته وخت کې د لندن ټرانسپورتي سيتسم خبرداری ورکړی چې له اړتيا پرته دې ښاريان له تګ راتګه ډډه وکړي.

د راپورونو له مخې دا لومړی ځل دی چې په برېتانيا کې د هوا تودخه تر ۴۱ درجو پورې رسېږي.

په برېتانیا کې تر دمه چې د تودوخې ترټولو لوړه درجه ثبت شوې هغه ۳۸ ده چې په ۲۰۱۹ کال کې په کمبريج ښار کې ثبت شوه.

په نړيواله کچه د هوا تودوخې خلک اندېښمن کړي او د دې برخې کارپوهان هم وار په وار په دې اړه خبرداری ورکوي.

د هوا د تودوخې له امله په پرتګال، فرانسې او هسپانيا کې ګڼ شمېر ځنګلونو کې اورلګېدنه هغه څه دي چې اروپايي مشران يې اندېښمن کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐