باید مونږ د الله تعالی شکر ادا کړو چې عمران خان ته ی دومره لوی عزت ورکړو: شیخ رشید

0
114

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد د پنجاب ضمني انتخاباتو کښې د پي ټي آئي د بري په اړه بيان جاري کړے دے۔

په ټوېټر خپل یو بیان کې شیخ رشید ویلي چې باید د الله شکر ادا کړو چې عمران خان ته یې دومره عزت او بریالیتوب ورکړی دی.
هغه لیکلي، چې ملکي ادارو د بې طرفه او پاکو ټاکنو بنسټ کېښود، هغه اوویل چې باید له سپکو خلقو بدله وا نه خلو.
شیخ رشید ویل يدي باید مونږ عاجزی وکړو او په عاجزۍ ژوند تیر کړو.
دا خبره ده یادونې ده چې د پنجاب په ۲۰ څوکیو د ضمني انتخاباتو د نتیجو له مخې په صوبايي اسمبلۍ کې د ګوندونو دریځ څرګند شوی چې له مخې یې تحریک انصاف په اسمبلۍ کې تر ټولو زیاتې څوکۍ لري.

په پنجاب کې هغه مهال د ګوند د دریځ له مخې پاکستان تحریک انصاف په اسمبلۍ کې ۱۶۳ غړي درلودل، خو په ضمني ټاکنو کې د ۱۵ څوکیو په ترلاسه کولو سره یې د غړو شمېر ۱۷۸ ته لوړ شوی دی.

Leave a reply