تېرو ۲۴ ساعتونو کې په زابل کې ۴۰۰ تنه په نس ناستي ناروغۍ ککړ شوي
له زابل څخه راپورونه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ولايت کې ۴۰۰ تنه د کولرا يا نس ناستي ناروغۍ باندې ککړ شوي دي.
د دې ولايت د روغتيا رياست چارواکي وايي چې دغه شمېر کسان د مرکز کلات په شمول په يو شمېر ولسواليو کې په دې ناورغۍ اخته شوي دي.
د زابل د عامې روغتيا رئيس ويلي، تر دې دمه يو عمر خوړلی کس هم د همدې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د چارواکي په وينا، د دغې ناروغۍ له خپرېدو وروسته یادې ولسوالۍ ته ګرځنده روغتیايي ټیمونه رسېدلي او د ناروغانو درملنه پيل شوې ده.
کولرا له اوبو سره تړلې ناروغي ده، چې د ککړو خوړو او اوبو له لارې بدن ته دا باکتریا ننوځي او انسان له يو ډول شديد درد سره مخامخوي.