ازبکستان د افغانستان له لوري د درېیم توغندیز برید خبره رد کړه
ازبکستان د افغانستان له لوري د درېیم توغندیز برید خبره رد کړه
دغه وزارت زياته کړې: دا راپورونه په بشپړه توګه دروغ دي او له حقيقت سره سمون نلري. د ازبکستان او افغانستان دولتي پوله په بشپړه توګه د ازبکستان د پوځ تر څارنې لاندې ده او وضعيت سم دى.
(2022 / 7 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ازبکستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې له افغانستان څخه پر دې هېواد درېیم توغندیز برید شوی.
دغه وزارت زياته کړې: دا راپورونه په بشپړه توګه دروغ دي او له حقيقت سره سمون نلري.
د ازبکستان او افغانستان دولتي پوله په بشپړه توګه د ازبکستان د پوځ تر څارنې لاندې ده او وضعيت سم دى.