جرمني: د روسيې له ګازو پرته به راتلونکی ژمی زموږ لپاره ستونزمن وي

د جرمني هېواد يوه چارواکي خبرداری ورکړی چې دغه هېواد د روسيې له ګازو پرته نشي کولی د ژمي راتلونکی فصل تېر کړي.

دغه څرګندونې د جرمني هېواد د انرژۍ د برخې يوه چارواکي کلاوس مولر کړي دي. نوموړي ويلي چې په راتلونکي ژمي کې د خپل هېواد لپاره د ګازو زېرمه نلرو او د روسيه له ګازو پرته به دغه ژمی د جرمني لپاره خورا ستونزمن وي.

دغه آلماني چارواکي زياته کړې، که څه هم د هېواد د ګازو زېرمه اوس ۶۵ سلنه ده، خو دا بسنه نه کوي او د ژمي لپاره بايد نور ګاز هم له روسيې وارد کړو.

له کوم وخته چې د اوکراين او روسيې جګړې زور اخيستی، د روسيې اړيکې له نورې نړۍ سره ترينګلې شوي او په دې سره روسيې هم په خپلو صادراتو کې قيودات ډېر کړي دي.

څه موده وړاندې روسيې اعلان وکړ، چې اروپايي هېوادونه دې له دې هېواده د ګازو په شمول د نورو صادراتو د پېر لپاره له روبل څخه کار واخلي، هغه چاره چې د اروپايي ټولنې لپاره د منلو وړ نه وه.

روسيه په نړۍ کې د ګازو يو لوی صادروونکی هېواد دی او د اروپا په ګډون ډېر شمېر هېوادونه ترې ګاز پېري، خو دا چې د اوکراين جګړې له امله نړيوالې ټولنې پر روسيې بنديزونه ډېر کړي، نو په ځواب کې يې روسيې هم خپلو صادراتو باندې قيودات راوستي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载