پر افغانستان وروستي بندیزونه؛ د اقتصاد د زوال لامل شوي دي
پر افغانستان وروستي بندیزونه؛ د اقتصاد د زوال لامل شوي دي
والسټرېټ ژورنال لیکي چې نړیوالو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد د ماتې له شدید خطر سره مخ کړی دی او اړتیا ده چې په کار پوه کسان د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره هڅې وکړي او دلته د یوه بې مخینې ناورین مخنیوی وکړي.
(2022 / 7 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان له چټکې اقتصادي ځوړتیا سره مخ دی.
والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي چې په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی.
سرچینه وایي چې ددغه هېواد د خالص تولید په عایداتو کې به روان کال ۳۴ سلنه کموالی راشي چې دغه هېواد ته ستره ضربه ده.
په مطلب کې راځي چې افغان سوداګر لا هم له اقتصادي فشارونو سره مخ دي او وایي چې بندیزونو یې پر کاروبار اغېز کړی دی او په ډاډه زړه صادرات او واردات نه شي ترسره کولی.