سعودي پر امریکا غږ کړی چې لۀ افغانستان څخه درس واخلي او د نورو ارزښتونو ته درناوی وکړي 

0
55

سعودي پر امریکا غږ کړی چې لۀ افغانستان څخه درس واخلي او د نورو ارزښتونو ته درناوی وکړي 

بن سلمان زیاته کړې چې امریکا دې د عراق او افغانستان له جګړو درس واخلي چې هلته یې له لګښتونو او پراخو جګړه سره سره و نه شوی کړی خپل ارزښتونه پر دغه هېوادونو ومني.

 

(2022 / 7 / 18   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا دې له افغانستان درس واخلي او د نورو ارزښتونو ته دې درناوی وکړي. امریکایي رسنۍ وایي چې د سعودي عربستان چارواکو له بايډن د نورو هېوادونو ارزښتونو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

راپورونه وایي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له جوبایډن سره په لیدنه کې ویلي، چې امریکا دې پر هر هېواد د خپلو ارزښتونو د منلو پرېکړه نه کوي.

د ده په وینا هر هېواد ځان ته ځانګړي ارزښتونه لري او ددې اړتیا ده چې امریکا درناوی ورته وکړي.

بن سلمان زیاته کړې چې امریکا دې د عراق او افغانستان له جګړو درس واخلي چې هلته یې له لګښتونو او پراخو جګړه سره سره و نه شوی کړی خپل ارزښتونه پر دغه هېوادونو ومني.

اړوند موضوعات: 

بایډن وايي، سعودي پر امریکا بې باوره شوی دی 

هغه ټینګار کړی چې سعودي عربستان هم ځانګړي ارزښتونه لري چې د هېواد د پياوړتیا لپاره یې مهم دي او امریکا که له دوی سره ملګرتیا غواړي دا ارزښتونه دې ومني.

Leave a reply