WFP  ویلي چې سږ کال یې میلیونونه افغانانو سره مرسته کړې ده   

0
197

 WFP  ویلي چې سږ کال یې میلیونونه افغانانو سره مرسته کړې ده 

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان غذايي خوندیتوب نه لري، خو په دې کې ۹ میلیونه داسې کسان هم شته چې د خوړو بېړنیو مرستو ته ضرورت لري.

 

(2022 / 7 / 18    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې سږ کال یې له میلیونونه افغانانو سره د خوړو او مسلکي زده‌کړو په برخه کې مرسته کړې ده.

WFP یکشنبه پر رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، د هغو افغانانو شمېر شاوخوا ۱۰ میلیونه کسانو ته رسېږي چې دوی ورسره مرسته کړې ده.

د دوی په وینا، دا مرستې تر ډېره پورې بې‌سرپرسته مېرمنو او بېوزلو کسانو ته رسېدلې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ادارې ویلي چې بې‌سرپرسته ښځې د افغاني ټولنې تر ټولو زیانګالې برخه ده چې ژوند یې د تاوتریخوالي، اقتصادي کړکېچ او وچکالۍ له کبله له کړاو سره مخامخ دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان غذايي خوندیتوب نه لري، خو په دې کې ۹ میلیونه داسې کسان هم شته چې د خوړو بېړنیو مرستو ته ضرورت لري.

تر دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو سازمانونو د افغانستان نږدې ټول وګړي د خوړو له نه‌شتون سره مخامخ بللي.

بلخوا والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان په اړه په تازه خپره کړې مقاله کې ویلي چې په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.

Leave a reply