ننګرهار؛ مېرمنې د لېورۀ پر مرسته خپل مېړۀ وژلی دی

ننګرهار؛ مېرمنې د لېورۀ پر مرسته خپل مېړۀ وژلی دی
د ننګرهار د امنیې قومانداني ویاند رییس زابلی وایي، د جلال اباد ښار اتمې حوزې امنیتي مسوولانو د یوه ځوان د وژنې پرمهال دوه کسان نیولي چې یو د مقتول ورور او ښځينه نیول شوې یې مېرمن ده.
(2022 / 7 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې امنیتي ځواکونو یو کس او مېرمن یې د خپل ورور د وژنې په تور نیولي دي.
د ننګرهار د امنیې قومانداني ویاند رییس زابلی وایي، د جلال اباد ښار اتمې حوزې امنیتي مسوولانو د یوه ځوان د وژنې پرمهال دوه کسان نیولي چې یو د مقتول ورور او ښځينه نیول شوې یې مېرمن ده.
هغه زیاتوي، لومړی دې ښځې او خاوند وژل شوي کس ته ګولۍ ورکړي او تر هغې وروسته يې ورته په غاړه کې «پړی» اچولی او وژلی یې دی.
زابلي وویل، یادې مېرمنې او سړي غوښتل چې له سیمې وتښتي؛ خو د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند زیاتوي چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او تر پوښتنو ګروېږنو وروسته به یې عدلي او قضایي ادارو ته وروپېژني.





