د ننګرهار والي په مشرې ولایتي مسولینو د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي سره کتلي

0
68

د ننګرهار والي په مشرې ولایتي مسولینو د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي سره کتلي

د ننګرهار ولایتي چارواکو هم د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي سره د دې ولایت په بېلابېلو برخو خبرې کړې او له دوی څخه یې غوښتي، چې په ننګرهار کې د بنسټیزو پروژو چارې پیل کړي.

(2022 / 7 / 18   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، په دې لیدنه کې ‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د يوناما سرپرست مارکس پوټزل د کنګل شويو پیسو ژر خلاصون په اړه هيله وښوده او د افغانستان په هر ولایت کې يې د شاوخوا سل ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د پروژو له پلي کولو څخه خبر ورکړ.

همدا راز يې د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو هيله وکړه او ډاډ يې څرګند کړ چې د بشري مرستو ترڅنګ به نور ملاتړ هم زيات کړي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو هم د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي سره د دې ولایت په بېلابېلو برخو خبرې کړې او له دوی څخه یې غوښتي، چې په ننګرهار کې د بنسټیزو پروژو چارې پیل کړي.

Leave a reply