ننګرهار؛ یخ پلورونکو ته د یوې کنډې بیه ۴۰ افغانۍ ټاکل شوې   

0
44

ننګرهار؛ یخ پلورونکو ته د یوې کنډې بیه ۴۰ افغانۍ ټاکل شوې 

ياده دې وي، چې په ننګرهار کې د ګرمۍ موسم په ګرمیدو سره د خلکو تقاضا يخ ته ډيريږي چې ورسره هممهاله د د يخ کاروباريانو له لورې په خپلسري ډول نرخونه لوړيږي، چې دغه چاره بيا ننګرهار ميشتي له ستونزو سره مخ کوي.

 

(2022 / 7 / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د جلال اباد ښاروالۍ یخ پلورونکو ته د يوې کنډې نرخ ۴۰ افغانۍ وټاکلو؛ خو خلک د ټولو خوراکي توکو د نرخونه د کنترول غوښتنه هم کوي
يادې ښاروالۍ د يوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د جلال اباد ښار ټولو درنو ښاریانو او په ځانګړي ډول د یخ کاروباریانو ته خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا د في یخ کوندې نرخ ۴۰ افغانۍ وټاکل شو.

ښاروالي زياتوي، له دې وړاندې د یوې کوندې نرخ په خپلسر ۶۰ افغانۍ ته لوړ شوی وو، چې د ښاروالۍ له لوري یې پر وړاندې عاجل اقدام وشو او د یوې ورځې لپاره یې کار خانې بندې کړې هم وې.
ياده دې وي، چې په ننګرهار کې د ګرمۍ موسم په ګرمیدو سره د خلکو تقاضا يخ ته ډيريږي چې ورسره هممهاله د د يخ کاروباريانو له لورې په خپلسري ډول نرخونه لوړيږي، چې دغه چاره بيا ننګرهار ميشتي له ستونزو سره مخ کوي.
بلخوا ننګرهار ميشتي همدا راز د ښاروالۍ له مسؤلينو څخه د خوراکي او غيری خوراکي توکو د نرخونو د کنترول غوښتنه هم کوي.

Leave a reply